د ملي اردو د جوماتونو د امامت او د اسلامي ښوونې او روزنې د امریتونو بستونو له پاره د جلب او جذب خبرتیا
ملي دفاع وزارت د خپلو قطعاتو او جزوتامونو د جوماتونو د امامت او د اسلامي ښونې او روزنې د امریتونو د ۹۰ تشو بستونو له پاره د شرعیاتو د پوهنځي او د هېواد دیني مدرسو نارینه او ښځینه فارغان چې د لیسانس سند لرونکي وي، د آزادې او روښانه سیالۍ له لارې د افسرانو په توګه مني.
د داوطلبانو د جذب شرایط:
۱ - د تابعیت تذکرې لرل.
۲ - د داوطلب عمر باید د ۲۲ څخه تر ۳۰ کلونو پورې وي.
۳ - د شرعیاتو څخه د لیسانس په کچه فارغ او د نمرو سلنه یې له ۷۵ څخه ټیټه نه وي.
۴ – د هېواد په دوه رسمي ژبو (پښتو او دري) خبرو کولو وړتیا ولري.
۵ – له عربي ژبې سره بلدتیا ولري.
۶ – د نظام ارزښتونو ته ژمن او د ملي اردو په مرکزي او ساحوي قطعاتو او جزوتامونو کې دندې تر سره کولو ته چمتو وي.
۷ – ښځینه فارغانو ته لس سلنه بستونه ځانګړي شوي او ښځینه داوطلبانې په ساحوي قول اردو ګانو کې د دندې له ترسره کولو څخه مستثنی دي.
۸ – بریالي شوي نوماندان له پوځي زده کړو وروسته د دوهم بریدمن په رتبه تثبیت کیږي.
د شرایطو وړ مینوال کولی شي چې د لیندۍ (قوس) میاشتې د ۴ مې نیټې څخه تر ۱۳ مې نیټي پورې د خپلو اصلي پیژند پاڼو، تحصیلي سند او دوه قطعو انځورونو سره د ملي دفاع وزارت ستر درستیز د عقیدتي او کلتوري ریاست ته مراجعه وکړي.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمیرو سره اړیکه نیولی شئ
۰۲۰۲۶۱۱۳۴۶- ۰۷۰۰۴۲۹۸۰۶
د واټساپ شمیره