په پکتیا او پکتیکا کې د ۱۳ لویو چاودنو مخه ونیول شوه s.mohmand https://mod.gov.af/index.php/en/node/2034 تیره ورځ وسله والو ترهګرو د پکتیا ولايت د احمداباد ولسوالۍ د «مچلغو بند» او د زرمت ولسوالۍ د «باتور» په سیمو کې ۶ کړۍ، همدارنګه د پکتیکا ولایت د اورګون او ګیان ولسوالۍ تر منځ په لویه لار ۷ کړۍ د وسايطو او پرسونل ضد ماينونه چې ډیری وخت د بیګناه ملکي وګړو د مرګ ژوبلي سبب کيږي د سړک پرغاړه ، لارو ، اوکوڅو کې ځای پرځای کړي وو. دغه ډول ډول ماینونه د ۲۰۳ تندر قول اردو د لومړۍ او دوهمي لواګانو د انجينرۍ ټيمونو د بیدارو منسوبينو لخوا کشف او شنډ کړای شول. د دغو ماينونو په کشف او شنډولو سره امنيتي او دفاعي ځواکونو وکولای شول چې د يو شمير بېګناه هيوادوالو ژوند وژغوري. د يادونې وړ ده چې د وسله والو ترهګرو د داډول بې رحمانه او غیر اسلامي کړنو څخه څرګندیږي چې دوې لا اوس هم د بیګناه ملکي وګړو د مرګ ژوبلې څخه لاس ندی اخیستی.