د ننګرهار ولايت په ګوشتې ولسوالۍ کې د دفاعې امنيتي ملي ځواکونو د پوځي تطبيقاتي په اړه د ملي دفاع وزارت خبرتيا
د ١٣٩٩ لمريز کال د زمري په ٢٤ مه نن د جمعې په ورځ د ننګرهار ولايت "ګوشتې" ولسوالۍ په" ګوڅړۍ" سيمه کې، دفاعي ملي امنيتي ځواکونو نظامي تطبيقات تر سره کړل.
په دې نظامي تطبيقاتو کې، پياده، کمانډو، ضربتي، پوله ساتو او هوايي ځواکونو ګډون درلود او د خپلو درنو او سپکو وسلو وړتيا يي وښوده.
د مسلحو ځواکونو لوي درستيز ستر جنرال محمد ياسين ضياء د ملي دفاع وزارت له يو شمير نورو جنرالانو او ارشدو افسرانو سره دا پوځي تطبيقات له نږدې وکتل او ارزيابي کړل.
د مسلحو ځواکونو لوي درستيز وويل: زموږ پوځي تطبيقات د افغانستان دوستانو او دښمنانو ته پيغام لري.
زموږ پيغام د افغانستان ولسونو او دوستانو دا دى، چې دفاعي او امنيتي ملي ځواکونه مسلکي او جنګي لوړ ظرفيت لري او ډاډ ولرٸ، چې دا ځواکونه د افغانانو او افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا د بيروني او داخلي دښمنانو په وړاندې په خپلواکه توګه دفاع کولى شي.
زموږ پيغام د افغانستان دښمنانو ته دا دى، موږ ماتې نه خوړونکي، لوړ ظرفيت لرونکي او زړور ځواکونه يو; که چيرې د جنګ نه لاس وا نخلۍ له منځه به يوړل شۍ.
ستر جنرال محمد ياسين ضياء په پوځي تطبيقاتو کې د ګډون کونکو دفاعي او امنيتي ځواکونو تقدير او ستايينه و کړه.