د زابل په شاه جوی ولسوالۍ کې ۶ طالبان ووژل شول او یو مهم قوماندان یې ونیول شول

zia_omid

طالبانو نن، د زابل ولایت د "شاه جوی" ولسوالۍ د "کجرخېل" په کلي کې، د افغان ځواکونو پر پوستو د برید نیت درلود، چې د دښمن ددغه شوم پلان له عملي کېدو مخکې، ملي اردو ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې، د طالبانو دغه برید خنثی کړ چې د نښتې په پایله کې، د "حیات الله" په نامه ددغې ډلې د سرګروپ په ګډون ۶ تنه طالبان ووژل شول او یو مهم قوماندان یې ونیول شو.

د طالبانو زیاته اندازه وسلې او مهمات هم د ملي اردو ځواکونو لاسته لویدلي دي.