افغان اتلو ښځو لپاره ځانګړۍ فرصتونه
افغان اتلې ښځې د نارینوو په څېر، له ځمکنۍ بشپړتیا، خپلواکۍ او ملي ګټو څخه دفاع کوي. نو تاسو هم کولای شئ چې د اتلو مېرمنو په لیکو کې یوځای شئ او دغه سپېڅلې دنده د خپلو اتلو خویندو په خوا کې ترسره کړئ.
د ملي دفاع وزارت، د رهبرۍ په کچه د ښځو د شتون د پیاوړتیا لپاره، پنځوس تنه متخصصې او په کار پوه ښځې، په لاندې شرایطو او امتیازونو سره ګماري:
شرایط:
- غوښتونکې باید د ادارې او منجمنټ، کمپیوټر ساینس، حقوقو، سیاسي علومو او اقتصاد په برخو کې حد اقل د لیسانس سند ولري.
- غوښتونکې باید په انګلیسي ژپې بلدتیا او د کمپیوټر د استفادې مهارت ولري.
- د غوښتونکې عمر باید له ۲۸ کلونو ټيټ واوسي.
امتیازات:
- په شرایطو برابر کسانو تر منځ د آزموینې له ترسره کېدو او د پنځوس و تنو د شاملېدو د پروسې په بشپړېدو سره سم، هغوی ته د دوهم بریدمنۍ رتبې مادي امتیازات ورکول کېږي.
- منل شويو کسانو ته، په ځانګړي ډول یو کلنه مسلکي زدکړه ورکول کېږي.
- دوی د زدکړې له دورې وروسته، د ملي دفاع وزارت په اداري بستونو کې ګمارل کېږي.
غوښتونکي کسان د فورمو د ترلاسه کولولپاره کولای شي د ملي دفاع وزارت رسمي ویب سایت (www.mod.gov.af) او یا هم د جلب و جذب لویه قوماندانۍ، سیمه ییزو او مرکزي کمیساریو ته، د ۱۳۹۸/لېندې میاشتی/ ۲۳ له نېټې څخه مراجعه وکړي او د ۱۳۹۸/مرغومۍ میاشتی/۵ نېټې خپل اسناد اړوند مراجعو ته وسپاري.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره، له لاندې شمېرو سره اړیکه ونیسئ:
(۲۰۲۶۱۹۸۰۹)) ۰۲۰۲۶۱۹۸۰۴) و ( ۰۲۰۲۶۶۰۶۱۹ )
د یادونې وړ دی چې په شرایطو برابر کسانو د جلب و جذب او شاملېدو پروسه وړیا ده.