په لوګر کې ۱۲ تنو وسله والو طالبانو ته هغه مهال مرګ ژوبله واوښته چې په ملي امنیتي ځواکونو یې برید وکړ

zia_omid

تیره شپه ناوخته وسله والو طالبانو د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ اړوند د تقې په سیمه کې پر ملي امنیتي ځواکونو برید وکړ.

دغه برید د ملي امنیتي ځواکونو له خوا د هوایي ځواک په ملتیا د سخت غبرګون او ماتې سره مخ شو. په یاد برید کې ۹ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي.

د یادوني وړده په یاده نښته کې ملې امنیتې ځواکونو او ملکې وګړو ته کوم زیان ندي اوښتی.