د شهيد ډګرمن سميع الله «شيرزاد» ژوند ليک

ډګر من سميع الله د سيد ملا زوی په ۱۳۵۴ لمريز کال د ننګرهار ولايت د خوګياڼيو ولسوالۍ په يوه متدينه او روښانفکره کورنۍ کې دې دنيا ته سترګې وغړولې.
لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې د ننګرهار عالي ليسې او وروسته د خپلې هغې مينې له امله چې د هيواد د وياړلي پوځ سره يې په زړه کې درلوده، د حربي ښوونځي په نهم ټولګي کې شامل شو چې د دولسم ټولګي د فراغت سند يې د حربې ښوونځي څخه په ( ۱۳۷۲) لمريز کال کې د (ډير ښه) په درجه تر لاسه کړ.
په ( 1385 ) لمريز کال کې د ملي اردو په ليکو کې د افسر په توګه د تورن په کادر په دنده وګمارل شو. ډګرمن سميع الله د خدای ورکړي ښه استعداد له برکته خپلې دندې په ډيرې بريا سره سرته رسولې او د کلونو په اوږدو کې يې د هيواد په بيلابیلو ولايتونو کې هرډول ستونزمنې هيوادنۍ او ملي دندې په ډير وياړ سره سرته رسولې، د هيواد د ځمکنۍ بشپړتيا، ملي واکمنۍ ، ديني او ملي ارزښتونو څخه یی په ډيره ميړانه دفاع او ساتنه کوله او د هيواد د سولې او امنيت دښمنانو ته يې په هر ډګر کې ملاماتونکي ګوزارونه ورکړي دي. شهيد سميع الله له (۱۳۸۳) لمريز کال را په دېخوا يې په بيلا بیلو وختونو، د هيواد په بيلابيلو ولايتونو کې خپلې ورسپارلې دندې، د سپورت د څانګې آمر، د استادانو د تکتيکې څانګې آمر، د ټولي معاون، د ټولي قوماندان، د کنډک رئیس ارکان، د مارشال محمدفهيم پوهنتون د افسرانو ملي اکاډمۍ د دريم کنډک قوماندان په توګه په ډيره ميړانه، زړورتيا او اتلولۍ سره خپلې ورسپارل شوې دندې په بريا سره سرته رسولې دي. په دنده کې د ښه اخلاص، هيواد او خلکو ته د ښه خدمت او له هيواد اوخلکو څخه په ميړانه دفاع او د جګړې په ډګر کې له ځانه مسلکي او پوځي وړتيا په ښودلو سره، د ملي دفاع وزارت او دوسله وال پوځ ستر درستيز، د تعليم او تربیه او دکتورينو قوماندانۍ، د مارشال فهيم پوهنتون قوماندانۍ، د افسرانو اکاډمۍ او د بهرنيو مشاورينو لخوا ورته بيلا بيل مډالونه او ستاينليکونه ورکړ شوي وو. همداراز له جاپان هيواد څخه يې د تکواندو څانګه کې ماستري او مډال هم ترلاسه کړی و.
شهيد ډګرمن سميع الله «شيرزاد» د روان (۱۳۹۸) لمريز کال، د ثور د مياشتې په ( ۱۹ ) مه نيټه د بدخشان ولايت راغيستان ولسوالۍ د سرحدي لوا، د درييم کنډک قوماندان په توګه د هيواد او خلکو څخه د دفاع په سنګر کې په شهادت ورسيده.
روح يې ښاد او ياد يې تلپاتې
اعجاز الحق «شیرزاد»