د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ۳۱ ترهګرو وژل کېدل

zia_omid

کابل-افغانستان: افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ګډ پلان شوي تعروضي او چاڼیز عملیات، ۷۸ ځانګړې کوماندویې دندې او ۲۲ هوایې بریدونه د ترهګرو د ځالو او د دوی لخوا د رامنځ ته شویو تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه هېواد په بېلابېلو سیمو کې تر سره کړي، هوایي ځواکونو د ملي اردو په ملاتړ ۴۴ الوتنې تر سره کړې، چې په پایله کې ۳۱ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۷ تنه ټپیان او ۳ تنه شکمن کسان نیول شوي دي.

دغه عملیات د افغان هوایي ځواکونو او قاطع ماموریت په ملاتړ بغلان، زابل، بادغیس، هلمند، غور، کندهار، میدان وردګ، غزني، کاپیسا، هرات او نیمروز په ولایتونو کې تر سره شوي، په پایله کې د بغلان ولایت د مرکزي بغلان د حسن تالې په سیمه کې ۱۵ تنه طالب ترهګر وژل شوي، ۱۶ تنه ټپیان او د غوربندیو، نورمحمد، حاجي غفار، جر قشلاق پائین، بشیر بالا، بشیر پائین قندغروت، ارباب جمعه، قچي بالا، چاچه، سالنگیو، ملا فتح، لکن خیلږ، روپانیا، حاجي شاهین دارالعلوم، تخته پل ارباب قیوم و کوهستان کلي د دښمن له شتون نه پاکې شوي، د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ کې د طالبان و یو تن سیمه ایز قوماندان عبدالله په ګډون ۵ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي، د زابل ولایت د میزان، شینکیو ترنګ او جلدک ولسوالیو کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي او د غور ولایت د دولتیار ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي دي. همدا راز، د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د سیدان په سیمه کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی، د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ کې د ماین جوړولو یوه کارخونه له منځه وړل شوې اود میدان وردګو ولایت د زرخیلو په سیمه کې ۳ تنه شکمن کسان نیول شوي، ۴۸ د مبایل سیټونه، ۵ مموري ګانې، ۷ پاسپورتونه، د عکاسی یوه کمره، ۱۱ سیکارتونه او یو شمیر اسناد لاسته راغلي دي .

دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.