مطبوعاتي خبر پاڼه د ۱۳۹۸ لمریز کال وري د میاشتې ۱۵ مه نیټه

s.mohmand

 

د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ۲۶ ترهګرو  مرګ ژوبله

کابل-افغانستان: د ملي اردو ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې۸ ګډ پلان شوي تعرضي او چاڼیز عملیات،۸۵ ځانګړي کوماندویي دندې او ۷ هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو پر ځالو او د دوی د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر سره کړي، د افغانستان هوایي ځواکونو ۱۳۱ الوتنې د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې ۲۶ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي، ۱۲ تنه نور ټپیان او ۶ تنه شکمن کسان نیول شوي دي.

دا عملیات د ارزګان، باغیس، زابل، هلمند، غزني، ننګرهار، کونړ، فراه، بغلان، بلخ او نیمروز په ولایتونو کې تر سره شوي چې په پایله کې:

ارزګان: د چوري ولسوالۍ او مرکز په سیمه کې، د افغان ځواکونو سره په همغږۍ د غوڅ ملاتړ ځواکونو د هوایي برید په ترڅ کې ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

بادغیس: د بالامرغاب ولسوالۍ کې، د افغان هوایي ځواکونو د پهلوانانو او لودین کلو په سیمو کې هوایي بردیونه ترسره کړي چې په ترڅ کې یي ۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۶ تنه ټپيان او د ۸۲ ملي متري توپ یوه مرمۍ له منځه وړل شوې ده.

زابل: د میزان ولسوالۍ او مرکز کې، د ۲۰۵ ظفر قول اردو د دویمې لوا د ځواکونو د ټوپچي بریدونو له امله ۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۴ تنه نور ټپيان شوي دي .

هلمند: د موسی کلا په ولسوالۍ کې، دافغان ځواکونو سره په همغږۍ د غوڅ ملاتړ ځواکونو د هوایي برید په ترڅ کې د شعبان او سندله په سیمو کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي او یو موټر له منځه وړل شوی دی.

غزني: د ګیرو ولسوالۍ کې ، دافغان ځواکونو سره په همغږۍ د غوڅ ملاتړ ځواکونو د هوایي برید تر سره کړی، چې په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او د دښمن یو موټر له منځه وړل شوی دی.

ننګرهار: په پچیراګام لسوالۍ کې، دملي اردو سیمه ایزو ځواکونو د ملي پولیسو سره ګډ د تصفیه او تلاشۍ عملیات تر سره کړۍ، چې په ترڅ کې یې د مره کلا، چغره، ترله او لګه سیمې  پاکې شوي، ۶ میله کره بین ټوپک، یو شمیر مهمات، د ماین د کنترول یوه آله، یوجوړه پوځي جامې لاسته راغلي او ۶ تنه شکمن کسان نیول شوي دي.

زموږ عملیات د کنړ، فراه، بغلان، بلخ او نیمروز په ولایتونو کې په بریالیتوب سره په مخ روان دي. د لاسته راوړنو په اړه به نور مالومات د رسنیو له لاري وروسته له هیواد والو سره شریک کړو.

په خواشینۍ سره چې په دغو نښتو کې درې تنه د ملي اردو زړور سرتیري چې د هیواد  د دفاع او د اسلامي او انساني ارزښتونو لپاره په ډیره میړانه د ژوند تر آخره سلګۍ پوري د دښمن پر وړاندې یې مبارزه کړي، شهیدان او ۹ تنه ټپیان شوي دي . د ملي دفاع وزارت مشرتابه د پاک الله له درباره څخه شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د ژر تر ژر روغتیا او پاتې کورنیو ته یې د زړه صبر غواړي. ټپیان ژر تر ژره د درملې لپاره  د ملي اردو روغتیایي مرکزونو ته لیږدول شوي دي.