د عقیدتي، فرهنګي او امربالمعروف ریاست له لوري د اصلاحي سیمینار لومړۍ دوره پای ته ورسېده
د ستردرستیز د عقیدتي، فرهنګي او امربالمعروف چارو ریاست له لوري اونیز اصلاحي سیمینار د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالیٰ د فرامینو په وړاندې کولو او د شیخ صاحبانو او علماء کرامو له لوري په اصلاحي بیانونو او ویناوو سره لومړۍ دوره پای ته ورسېده.
په دغه اونیز سيمینار کې د ملي دفاع وزارت منسوبینو ته د مسؤلینو له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالیٰ د ټولو فرامینو په ښودلو، نبوي سیرت، د قران عظیم الشان ترجمه او تفسیر او نورو عقیدوي او اصلاحې برخې وړاندې شوې.
د یادونې وړ ده چې راتلونکې اونۍ به دویمه دوره هم نورو منسوبینو ته د مهال ویش مطابق وړاندې شي.