د ملي دفاع وزارت د تعليماتو اوپرسونل مرستيال د ۲۱۷ عمري قول اردو د حضرت ابوبکر صديق "رض" نظامي روزنتون څخه ليدنه وکړه
د ملي دفاع وزارت د تعليماتو اوپرسونل مرستيال حافظ عبدالمجید د ۲۱۷ عمري قول اردو شمال ختيځ زون حضرت ابوبکر صديق"رض" نظامي روزنتون د معسکر مجاهدينو او زدکوونکو څخه ليدنه وکړه.
د تعليماتو او پرسونل مرستيال، د ۲۱۷ عمري قول اردو په تعليمي مرکز کې د بيا رغونې کارونه او د اعداد په برخه کې د قول اردو د رهبرۍ او د تعليمي مرکز مسؤلينو هلې ځلې وستایلي؛ همداراز د معسکر مجاهدينو او زدکوونکو ته يې په خپلو خبرو کې وويل:« هېواد کې مو په سختو قربانيو اسلامي نظام راغلی او اوس بايد په سمه او مسلکي توګه يي ساتلو لپاره هر ډول نظامي او مسلکي زده کړې وکړو».
په پای کې يي د ښوونيز او روزنيز مرکز اړوند ستونزې او مشکلات واوريدل او د حل په موخه يي د پوره همکاريو ډاډ ورکړ.