د ملي دفاع وزارت د قطعاتو ویاندویانو د ظرفیت لوړونې درې ورځنی سیمینار په بریالیتوب سره پای ته ورسېد

web_admin

د ستراتیژیکو اړیکو او عامه چارو ریاست په نوښت د مرکز او سیمیزو قول اردوګانو، قطعاتو او جزوتامونو ۸۰ تنه ویاندویانو او د عامه چارو امرینو ته د ظرفیت لوړونې دری ورځنی سیمینار جوړ شوی وو، نن ورځ په بریالیتوب سره پای ته وسېد.

په دغه سیمینار کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال الحاج شیر محمد عباس "ستانکزی''، د ملي دفاع وزارت سرمفتش مفتي لطف الله "حکیمي"، د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال دوکتور لطف الله"خیرخوا"، د چاپیریال ساتنې مرستیال مولوي خالد"سجستاني"، د ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او استخباراتو ریاست ویاندویانو او د ملي دفاع وزارت نور مسؤلینو ګډون کړی وو.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس "ستانکزي" پخپلو خبرو کې وویل: تاسو د ملي اسلامي اردو ژبې یاست، د خپلې ملي اسلامي اردو قوت نړۍ ته په عمل کې ثابت کړئ او کوشش وکړئ د اردو او خلکو ترمنځ تفرقه ختمه کړئ.

همدا راز نورو مسؤلینو زیاته کړه: چې د ا.ا.ا د ملي دفاع وزارت پالیسۍ په پام کې نیولو سره خپلې روزانه چارې پرمخ یوسئ او پخپلو قطعاتو کې د هیوادوالو د ذهن جوړونې په برخه اصلاحي خپرونې او برنامې جوړې کړئ، تاسو فکري او رواني جکړې ته متوجې شئ؛ غربیان اوس مهال زموږ او ستاسو په وړاندې سړه جګړه پرمخ وړي، دوی بېلابیل پرګرامونه په کار اچوي او غواړي چې خپل کلتور پر موږ ومني او پخپله دغه رواني جګړه کې بریالي شي.

همدارنګه مسؤلین او ویاندویان باید په هوښیارۍ سره د زورواکو په وړاندې محکم ودرېږي.

په پای کې یادو ویاندویانو د ملي دفاع وزارت له قدرمن وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد"، د بهرنیو چارو وزارت وزیر الحاج مولوي امیرخان "متقي" او دوسلوال پوځ لوی درستیز الحاج قاري محمد فصیح الدین "فطرت" سره د یاد وزارت په انګړ کې د صمیمیت مجلس هم وکړ خپلې ستونزې او مشکلات یې له مشرتابه سره شریک کړل او مشرانو ورته د حل کولو او پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

یاد سیمینار د ریاست له لوري ویاندویانو ته د تحایفو او ستاینلیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېد.