د ۳۱۳ مرکزي قول اردو ۱۰۰ تنه منسوبین له ټولیزو زده کړو څخه فارغ شول
د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د ښوونې او روزنې مدیریت له لوري د ټولیزو زده کړو لۀ دوه نیم میاشتنۍ دورې څخه ۱۰۰ تنه منسوبین نن ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په یادو مراسمو کې ګڼ شمېر مسؤلینو او مشرانو ګډون کړی وو، چې فارغانو ته یې مبارکي او هر اړخیزه ارزښتمندې ویناوې وړاندې کړې او هغوی یې د زده کړو دوام، مسؤلیتونو ته پاملرنې او د اولس سره همکارۍ او ښې رویې ته را وبلل.
د یادونې وړ ده چې یادو منسوبینو ته د عبدالله ابن مسعود رض د جګړیزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د استادانو له لوري په بېلابېلو نظامي او اداري برخو کې د مسلکیتوب په موخه درسونه ورکړل شول، په پای کې د مسؤلینو له لوري فارغانو ته بری لیکونه هم ورکړل شول.