د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۵۹ تنه ځوان منسوبین فارغ شول
د ملي دفاع وزارت د بېلابېلو قطعاتو او سیمه ایزو قول اردوګانو څخه( ۵۹) تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له مسلکي کورسونو څخه نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
مسؤلینو فارغانو ته د اطاعت په هکله هر اړخیزه وینا وکړه او زیاته يې کړه (د مشرانو د اوامرو اطاعت وکړئ، ځکه الله ج پرې مکلف کړي یو)؛ د غوندې ویناوالو همداراز زیاته کړه د شخصي ګټو او غوښتنو پر وړاندې باید شریعت او د اسلامي نظام اصولو ته لومړیتوب ورکړو؛ ځکه دا نظام د الله ج امانت او ستره آزموینه ده چې مونږ او تاسو ته راسپارل شوی ده.
ورته مهال نویو فارغانو د هیواد په هر ګوټ کې اسلامي نظام ته د خدمت کولو په موخه چمتووالی وښود، مراسم فارغانو ته د مسؤلینو له لورې د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.