په تخار او بغلان ولايتو کې کڼ شمېر وسلې او مهمات کشف شول
د ۲۱۷ عمري قول اردو د کشف او استخباراتو منسوبینو له لوري د کشفي را پورونو پربنسټ، په تخار او بغلان ولايتونو کې ۴۶ ميله بېلابیل ډول سپکې او درنې وسلې او مهمات کشف او ترلاسه شول.
په دغو وسلو کې ۳ قبضې راکټ، ۵ میله پيکا، ۲۳میله کلاشینکوف، ۵ قبضې تفنګچې، ۵ ميله موش کوش، ۱ميل (M16)، ۴ کړۍ امریکایي لاسي بمونه او ګڼ شمېر مهمات شامل وو.
ورته مهال په تخار ولایت کې هم د مهماتو يو ډيپو کشف شوه چې ۱۸ فیره (S P G 9)مرمۍ، ۱۱ فيره راکټ مرمۍ، ۱۸ ډبی باروت، ۸بکسي غټې او ۱۱بکسې وړې د پيکا مرمۍ پکې شاملې وې.