د شهید سردار محمد داود خان په روغتون کې د لومړي ځل لپاره د زړه د جراحي څانګه جوړه او پرانیستل شوه

web_admin

د شهید سردار محمد داود خان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د لومړي ځل لپاره د زړه د جراحۍ څانګه جوړه شوه، چې نن د ملي دفاع وزارت د پلان او پالیسي معنیت معین شیخ محمد قاسم "فرید" او د یاد روغتون د مسؤلینو له لوري رسماً پرانستل شوه.

دغه غونډه چې د طبي علومو اکاډمۍ په تالار کې جوړه شوې وه، مسؤلینو د روغتیایي چارو قوماندانۍ د لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: چې د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ د ځانګړې پاملرنې له مخې نن الحمدلله د ویاړ ځای دی چې د شهید سردار محمد داود خان د روغتون په څانګو کې د نورو هېوادونو په کچه ډېر پیچلي عملیات په بریالیتوب سره ترسره کېږي.

همدا راز د ملي دفاع وزارت د پلان او پالیسۍ معنیت معین د روغتیا چارو قوماندانۍ د مسؤلینو او ډاکټرانو د شپه او ورځ هڅو او فعالیتونو قدرداني وکړه او د دوی د وړاندیزونو او ستونزو د حل کولو ژمنه یې وکړه.