د حضرت سعد بن ابي وقاص (رض) حربي ښونځي څخه ۱۷۵ تنه زده کونکي فارغ شول

web_admin

د ملي دفاع وزارت د تعليمات اوپرسونل معاونیت اړوند حضرت سعد بن ابي وقاص (رض) حربي ښونځي څخه (۱۷۵) تنه د دوولسم ټولګي زده کونکي له پنځه اتیا یمې تعلیمي دورې څخه د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې فارغ شول. 

دغه مراسمو کې د ملي دفاع وزارت تعلیمات او پرسونل مرستیال مولوي باز محمد “حمیدي” ، د ښوونې،روزنې او دوکتورینو رئیس عبدالجبار “صدیقي”، ګڼ شمېر مسؤلینو او منسوبینو ګډون کړی وو.

مسوولينو د غونډې ګډونوالو ته هر اړخیزې ويناوې وکړې او دوينا پرمهال یې فارغ شوو زده کونکو ته لازمې لارښوونې او توصیې هم وکړې؛ غونډه د زده کونکو لخوا د ریژې په ترسره کولو او زده کونکو ته د برۍ لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

د يادونې وړ ده چې د فارغ شویو زده کونکو له ډلې څخه اته تنو زده کونکو د قرآن کریم حفظ دستار بندي مراسم هم ترسره شول.