د کورنیو چارو سرپرست وزیر د ۲۰۳ منصوري قول اردو دویمې پلې لوا څخه لیدنه وکړه

web_admin

 د کورنیو چارو سرپرست وزیر خليفه سراج الدین حقاني د سویل ختیځ زون ته د سفر په ترڅ کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو له دویمې پلې لوا څخه لیدنه وکړه.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني  پخپلو خبرو کې وویل: د افغانانو د وحدت وخت دی، مجاهدین باید فاصلې ختمې کړي، د هېواد له ازادۍ وروسته د ابادۍ هوډ پیاوړی شوی دی موږ به د خدای او ولس په مرسته په دې هدف کې هم بري ته رسېږو.

همدا راز د دویمې پلې لوا قوماندان او نورو مسؤلینو له راغلي پلاوي څخه مننه وکړه، په پای کې خلیفه صاحب د ولس د ستونزو د حل کولو او هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.