د حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له مسلکي زده کړو څخه ۶۶تنه مجاهدین فارغ شول
د ملي دفاع وزارت د بیلابیلو قطعاتو او جزوتامونو(۶۶) تنه مجاهدین د حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د توپچي ،لوژستیک او مخابرې له درې میاشتنیو مسلکي زده کړو څخه وروسته نن د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.
په دې غونډه کې د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي محمد هاشم “حذیفه”د زده کړو مرستیال مفتي محمد اسلم “حقاني”،د ښوونځیو قوماندانانو، مجاهدینو، مسؤلینو او منسوبینو ګډون درلود .
مسؤلینو فارغ شوي مجاهدین خپلو راتلونکو مسؤلیتونو ته د متوجه کولو ترڅنګ له هغوی څخه وغوښتل چې ترلاسه کړې مسلکي زده کړې په خپلو قطعاتو او جزوتامونو کې نورو مجاهدینو ته هم ور زده کړي، همداراز نویو فارغانو اسلامي نظام څخه د ساتنې او دفاع په پار د هیواد په هر ګوټ کې دندې اجرا کولو ته چمتووالی وښود؛ دغه غونډه فارغانو ته د برۍ لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده .