د ۲۰۱ خالد بن وليد رض قول اردو له لوري ۵۶ ميله سپکې او درنې وسلې او مهمات ونیول شول
د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو د کشف او استخباراتو منسوبینو له لوري د کشفي راپورونو پر بنسټ د ختيځ زون ولايتونو په بيلابيلو سيمو کې د تصفيوي عملیاتو په ترڅ کې ۵۶ میله سپکې او درنې وسلې او مهمات ونیول شول.
دغو وسلو کې پيکاوې، راکتونه، کلاشينکوفونه، ام ۱۶، تومانچې، مارکول او ګڼ شمېر مهمات شامل دي.
همدا راز مسؤلین ولس ته په خطاب کې وویل: که هر چا سره د بيت المال اړوند وسلې، وسايط او تجهيزات موجود وي پخپله خوښه دې مسؤلينو ته وسپاري، د سرغړونې په صورت کې بيا د شکايت حق نه لري.