ملي دفاع وزارت په رسنیو مرکز کې ملت ته د حساب ورکونې په هکله خپل کلنی راپور وړاندې کړ
نن ورځ د ملي دفاع وزارت رهبري د رسنیو مرکز په جوړ شوي کنفرانس کې ملت ته د حساب ورکونې په هکله د ۱۴۴۴ هجري قمري کال خپل کلنی راپور وړاندې کړ.
دغه کنفرانس کې د مسلحو ځواکونو لوی درستیز الحاج قاري فصیح الدین "فطرت" د ملي دفاع وزارت د ستراتیژي او پالیسۍ معین مولوي محمد قاسم "فرید" او د یاد وزارت ویاند مفتي عنایت الله "خوارزمي" هیوادوالو ته د تېر یوکال لاسته راوړنو او د راتلونکو پلانونو په اړه معلومات ورکړل او د ژورنالیستانو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.