دحضرت عبدالله بن محمد ص ملي نظامي اکاډمۍ لپاره قوماندان معرفي شو
د ملي دفاع وزارت رهبري د لزوم دید له مخې مفتي نجیب الله "امین" د حضرت ابو عبیده ابن جراح ملي دفاع پوهنتون اړوند د حضرت عبدالله بن محمد ص ملي نظامي اکاډمۍ لپاره ټاکل شوی وو، د مسؤلینو له لوري نن رسما معرفي او پخپل کار پیل وکړ.
مسؤلینو نوموړي قوماندان ته د مبارکۍ ترڅنګ په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه او د یادې اکاډمۍ کارمندانو ته ور وپېژندل شو.
د حضرت عبدالله بن محمد ص ملي نظامي اکاډمۍ سرپرست قوماندان د ملي دفاع وزارت له رهبرۍ څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې ورکړل شوی مسؤلیت به د اسلامي شریعت مطابق په ښه شکل ادا کوي.