د ملي دفاع وزارت په تالار کې د عقیدتي او فرهنګي ریاست له لوري اصلاحي غونډه تر سره شوه
نن ورځ د ملي دفاع وزارت په تالار کې د عقیدتي او فرهنګي ریاست له لوري د رمضان المبارک د میاشتې د فضیلت، د قران عظیم الشان په فضلیت او د دوزخ اور څخه د خلاصون په هکله اصلاحي غونډه تر سره شوه.
په دغه غونډه کې د ملي دفاع وزارت یو شمیر مسؤلینو، رئیسانو مجاهدین او ګڼ شمېر منسوبینو ګډون کړی وو.
د عقیدتي او فرهنګي چارو رئیس مولوي نورمحمد "متوکل" په وینا کې د رمضان المبارک میاشت په فضیلت هر اړخیز معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې، دا خري لس ورځې د جهنم د اور څخه د خلاصون ورځې دي موږ باید په دغو مبارکو ورځو کې د بیوزلانو، کونډو او یتیمانو لاس نیوی وکړو ترڅو هغوی هم راتلونکی اختر په خوښۍ سره ولمانځي.