د شمال ختیځ زون له داوطلبانو څخه په حربي ښوونځي کې د شموليت ازموينه واخيستل شوه
تيره ورځ د ۲۱۷عمري قول اردو اړوند د جلب او جذب قوماندانۍ په انګړ کې د شمال ختيځ زون کندز ولايت د نهم ټولګي فارغانو څخه په حربي شوونځي کې د شامليدو په موخه د(۲۷) تنه داوطلبانو رقابتي ازموينه واخیستل شوه.
یاد مراسم چې د قرآن عظيم الشان د مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شول او دغه ازموینه د ۲۱۷عمري قول اردو د جلب او جذب مسؤلینو او نورو مجاهدینو په حضور کې په پوره شفافیت سره واخیستل شوه.
د دغو داوطلبانو له جملې څخه (۹) تنه شاګردان د معیاري نمرو په اخیستلو سره حربي ښوونځي ته لاره پیدا کړه.