اعلاميه!

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت ويب سايټ د هک کيدو په تړاو د شايعاتو ردول د هکرانو ادعا چې ځان د «افغانستان اسلامي جمهوريت سايبري اردو» بولي، چې ګواکې موږ د ملي دفاع رسمي ساېټ هک کړی دی، بې بنسټه او له واقعيت لري ده.

د دغه وزارت د رسمي وېب سايټ او ټولنيزو پاڼو خپرونې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تر کنټرول لاندې دي.

د ملي دفاع وزارت د رسنیو څانګه د پخوا په څېر له خنډ او ځنډ پرته په لوړ سایبري امنیت سره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.