د افغانستان اسلامي امارت د ۲۰۷ الفاروق قول اردو څخه ۵۰۰ تنه سرتیري فارغ شول
د اسلامي امارت وسلوال پوځ ۵۰۰ تنه سرتیري د دوه نیم میاشتنې ښوونیزې پوځي، مسلکي او عقیدتي زده کړو وروسته فارغ شول.
په دغه فراغت غونډه کې د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین «فطرت» او ورسره پلاوي هم ګډون کړی وو.
د وسلوال پوځ لوی درستیز د مجاهدینو د هڅو او سرښندنو د ستاینې ترڅنګ، هغوی د هېواد، نظام او د اسلامي حکومت ساتنې ته وهڅول.