فاریاب کې د الفتح قول اردو اړوند د سرحدي لوا او کنډک د نویو قوماندانانو او مسؤلینو معرفي کول
د ا.ا.ا د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر د لارښوونې سره سم، د چارو ښه پر مخ وړلو په موخه، تیره ورځ د الفتح قول اردو اړوند فاریاب ولایت اندخوي ولسوالۍ کې میشت د شمالي زون سرحدي لوا قوماندان، یو شمېر پوځي او سیمه ایز مسولین د یادې قول اردو قوماندان مولوي عطا الله «عمري» له لورې پرسونل ته ور وپیژندل شول او په کار یې پیل وکړ.
د دغو پریکړو پر بنسټ؛ اميدالله په استاد خالد مشهور د لوا قوماندان او ملا صداقت په دغه ولايت کې د سرحدي لوا د لومړي کنډک د ارکان رییس په توګه معرفي شول.
همداراز محمد خالد په اندخوي بالا حصار کې د ملي اردو د کنډک قوماندان او زرقاوي د دغه کنډک د ارکان رییس په توګه معرفي شول.
همدارنګه محمود "بلال" د اقينې په سوداګريز بندر کې د قوماندان په توګه او عبدالرحيم "پهلوان" د دغه بندر د بلوک د مرستيال په توګه معرفي شول.
دغه مراسم چې د فاریاب ولایت په رسمي تالار کې جوړ شوي وو، د شمالي زون پوځي او د دغه ولایت د سیمه ایزو چارواکو دین او د هېواد دینداره خلکو ته د مسولیت په منلو ټینګار وکړ، دغه مراسم د دعا په ویلو سره پای ته ورسېدل.