د وسله وال پوځ نوی لوی درستیز معرفي او رسما یې کار پيل کړ

s.mohmand
Wed, Aug 11 2021 8:02 PM
د وسله وال پوځ نوی لوی درستیز معرفي او رسما یې کار پيل کړ

د ملي دفاع وزارت په وړاندیز او د جمهوري ریاست عالي مقام په منظورۍ ډګر جنرال هیبت الله "علیزی" د ځانګړو عملیاتو قول اردو قوماندان د وسله وال پوځ لوی درستیز ډګر جنرال ولي محمد "احمدزي" پر ځای د هېواد د وسله وال پوځ لوی درستیز په توګه او د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان تورنجنرال سمیع "سادات" د ځانګړو عملیاتو قول اردو د قوماندان په توګه؛ نن د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله "محب"، د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر ستر جنرال بسم الله "محمدي" او د وزارت او ستر درستیز د مرستیالانو، جنرالانو ريسانو او افسرانو په ګډون سره معرفي شول.

په دې مراسمو کې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله "محب" وویل: "طالبان د پراخو برېدونو په ترسره کولو غواړي دا هېواد تیارو ورځو ته یوسي؛ اما دفاعي او امنیتي ځواکونه به ترهګرو ته د دې کار اجازه ور نکړي."

د ملي دفاع سرپرست وزیر ستر جنرال بسم الله "محمدي" د وسله وال پوځ پخواني لوی درستیز ډګر جنرال ولي محمد "احمدزي" له کړنو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه: "دښمن هیڅکله په خپلو شومو پلانونو سره د خلکو هوډ نه شي بدلولی."

له بلې خوا د وسله وال پوځ نوي لوی درستیز ډګر جنرال هیبت الله "علیزي" د دې مطلب په څرګندولو سره ټینګار وکړ: هغه امکانات او تجهیزات چې دفاعي او امنیتي ځواکونو په واک کې دي، هڅه به وشي تر څو په قطعاتو او د جنګ په ډګرونو کې مثبت بدلونونه راولو.

Latest news

Wed, Feb 24 2021 5:32 PM
Background image

The US donates 640 new military vehicles to the Ministry of National Defense!

The US transferred 640 new military vehicles to Afghan National Army, Ministry of National Defense Logistics Command. 

Wed, Feb 10 2021 2:36 PM
Background image

330 soldiers, sergeants and officers graduated from the commando school in Kabul!

Over 330 soldiers, sergeants and  officers were graduated from the commando school in Kabul today...

BACK TO NEWS