بلخ کې ۲۷ ترهګر طالبان ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ، دګډو عملیاتو په ترڅ کې د بلخ  ولایت مرګز اړوند "دهدادي ولسوالۍ کود برق، توخته، سیمو همدار راز نهرشاهي ولسوالۍ لنګرخانه " اړوند سیمه کې ترهګر طالبان په نښه کړل.

چې په پایله کې ۲۷ ترهګر طالبان ووژل شول او ۴ نور ټپيان شول.

همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې، مهمات او تجهیزات له منځه وړل شوي دي.