هلمند کې ۴۵ ترهګر طالبان ووژل شول
تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د هلمند ولایت مرکز او نهر سراج ولسوالۍ اړوندو سیمو کې د ګډو عملیاتو په ترڅ کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې ۴۵ ترهګر طالبان ووژل شول او ۲۲ تنه نور ټپیان شول.
همدا راز د دښمن، ۶ موټرونه چې یو موټر يې له چاودیدونکو توکو ډک وو، د یو شمېر وسلو او مهماتو سره له منځه یوړل شول.