بلخ کې د هوايي برېدونو په ترڅ کې ۸۱ ترهګر طالبان ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ، هوايي ځواکونو د بلخ ولایت چمتال ولسوالۍ او د کلدارې ولسوالۍ اړوند «جوي جدید» سیمه کې د ترهګرو طالبانو غونډه په نښه کړه.

چې په پایله کې ۸۱ ترهګر طالبان ووژل شول او ۴۴ تنه نور ټپیان شول.

همدا راز په دې برېدونو کې د دښمن ۲ موټرونه چې یو يې د چادیدونکو توکو ډک وو او ۱۰ موټر سایکلونه له منځه یوړل شول.