هرات کې ۲۲ ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې

s.mohmand

تېره شپه دفاعي، امنیتي او کومانډو ځانګړو ځواکونو د هرات ولایت کشک کهنه ولسوالۍ "کاریز زمان" سیمه کې ترهګر طالبان په نښه کړل.

چې په پایله کې ۹ ترهګر ووژل شول او ۱۳ نور ټپيان شول.

همداراز د دښمن ۳ میله بېلابېل ډول وسلې او زیات شمېر مهمات دفاعي او امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.