۲۰۷ ظفر قول اردو ښوونیز مرکز کې تازه دمي سرتېرو لوړه وکړه
۲۰۷ ظفر قول اردو ښوونیز مرکز څخه د ملي اردو ۳۷۶ تازه دمي سرتيري د یو لړ بنسټیزو پوځي زده کړو وروسته نن فارغ شول.
دغه تازه دمي سرتېرې به دهېواد لویدیځو ولایتونو کې به ځای پر ځای شي.
دغو سرتېرو ټینګار وکړل چې په هېواد کې به د تل پاتې سولې او ارامتیا د ټینګښت په موخه په ټول ځواک او توان سره هڅه وکړي او هېڅ چاته به اجازه ورنکړي چې هېوادوالو ته زیان ورسوي.