په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د عملیاتو مسوول جنرال براین مانیس له ښو خدمتونو څخه د «ښه پوځي خدمت» مډال په ورکړې سره ستاینه وشوه
د ملي دفاع وزارت په وړاندیز، د ملي امنیت شورا په تایید او د جمهوري ریاست د عالي مقام په منظورۍ، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عملیاتي مرستیال جنرال «براین مانیس» ته نن د ملي امنیت په شورا کې د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستیال او سرپرست له لوري د «ښه پوځي خدمت» مډال ورکړل شو.
د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال او سرپرست، له ترویزم سره د مبارزې په تړاو له افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو سره د ښې همکارۍ په برخه کې ددغه امریکایي جنرال له کړنو او هڅو ستاینه وکړه.