د لغمان په علینګار کې د چاودیدونکو توکو ډک یو موټر سایکل ونیول شو

s.mohmand
وسلوالو مخالفینو د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ په شینکي قلعه سیمه کې په یو موټرسایکل کې چاودیدونکي توکي ځای پرځای کړي وو, غوښتل یې چې د لغمان ولایت مرکز ته یې د ترهګریزو کړنو په موخه واستوي; له نیکه مرغه د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د لمړۍ پلې لوا، د لمړي کنډک منسوبینو له لورې کشف او ونیول شو.