هلمند ولايت کې ۲۱ کړۍ ماينونه شنډ شول

s.mohmand

د ۲۱۵ ميوند قول اردو پلي ځواکونو د هلمند ولايت په يو شمير ولسواليو او لويو لارو کې تر شلو زياتو ماينونو د چاودنو مخه نيولي.

دا ماینونه د ترهګرو لخوا د نادعلي، ناوه ولسواليو او د لمړی نمبر شاهراه سربېره د نيمروز-دلارام په لويه لار کې ځای پر ځای شوي وو.

د سړک غاړې ماينونو ډيری قربانيان ملکي وګړي دي؛ خو افغان ځواکونو د خپل سر په بیعه د ترهګرو دا کړنې ناکامۍ سره مخ کړي دي.