د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ۱۷ترهګرو وژل کېدل     

s.mohmand

کابل-افغانستان: افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو څلورویشت ساعتونو کې ۹ ګډ پلان شوي تعروضي او چاڼیز عملیات، ۸۱ ځانګړې کوماندویي دندې او ۱۷ هوایي بریدونه د ترهګرو د ځالو او د تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې تر سره کړي، افغان هوایي ځواکونو د ملي اردو په ملاتړ ۱۳۳ الوتنې تر سره کړې، چې په پایله کې ۱۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۵ تنه ټپیان او درې تنه نور ژوندي نیول شوي دي.

دا عملیات د افغان  او غوځ ملاتړ هوایي ځواکونو په ملاتړ د غزني، بغلان، غور، بادغیس، نیمروز، ارزګان او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي، چې په پایله کې د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ شکمن کسان نیول شوي ، د ارزګان ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې۷ تنه ترهګر وژل شوي، د غور ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه ټپیان او د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د دښمن دوه موضع ګانې له منځه وړل شوې دي.

دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.