مطبوعاتي خبر پاڼه د ۱۳۹۸ لمریز کال  وري د میاشتې ۱۰ مه  نیټه

s.mohmand

 په هلمند کې د ۱۹ تنو ترهګرو وژل کیدل 

کابل- افغانستان: د کشفي او استخباراتي راپورونو پر بنسټ، د ملي اردو د کماندو د اول ټولي اووم کنډک ځواکونو د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ د میرمندو او حیدرآباد په کلیو کې د دښمن پر یوه پټنځای شپني عملیات ترسره شوي دي، چې په پایله کې دښمن ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دې عملیاتو کې ۱۹ تنه ترهګر وژل شوي،یو قبضه توغندي لاسته راغلي، یوه عراده موټر، درې عرادې موټرسایکلونه، ۱۵ کیلوګرامه تریاک یو توغندی، د توغندي 4 مرمۍ، ۵ د مخابرې آنتنونه، ۴۷ کړۍ ماینونه او یوه اندازه مهمات کشف او له منځه وړل شوي دي.

 په دغه عملیاتو کې افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی او په بریالیتوب سره پای ته رسیدلی دی.

دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.