په غزني کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو له خوا د ۳۰ کړیو ماينونو په کشف او شنډولو سره د یو شمیر ترهګریزو پیښو مخه ونیول شوه

s.mohmand
تیره ورځ د وسله والو ترهګرو له خوا د غزني ولايت د مرکز اړوند د «ارزوخورد» او «ارزوکلان» سیمو کې ۳۰ کړۍ د وسايطو او پرسونل ضد ماينونه چې د عامو خلکو د وژنې په موخه د سړک پر غاړه, لارو او کوڅو کې ځای پرځای شوي وو او غوښتل يې چې چاودنې ورته ورکړي. له نیکه مرغه یاد ماینونه د تندر قول اردو د دريمې لوا د انجينرۍ ټيمونو د منسوبينو لخوا کشف او شنډ کړای شول. د دغو ماينونو په شنډولو سره امنيتي او دفاعي ځواکونو وکولای شول چې د يو شمير بې‌ګناه هيوادوالو ژوند وژغوري. هیره دې نه وي چی د وسله والو ترهګرو د دا ډول کړنو څخه څرګندېږي چې دوې د امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مخامخ جګړي توان نلري.