د شوراب ښوونیز مرکز څخه ۶۲ تنه فارغ شول
د شوراب ښوونیز مرکز څخه ۶۲ افسرانو، بریدملانو او سرتیرو د انجینري او توپوګرافي په برخه کې زده کړې پای ته ورسولې او د فراغت مراسم يې ترسره شول.
له دې جملې ۴۸ افسرانو، بریدملانو او سرتیرو د ماین پيژندنې په برخه کې روزنه ترلاسه کړه او ۱۸ تنه افسرانو او بریدملانو د توپوګرافۍ له ډیپارټمنټ څخه فارغ شول.
د فراغت په دې مراسمو کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان ډګرجنرال ولي محمد"احمدزي"، د ښوونې و روزنې مدیر ډګرمن نورآغا "نور" د قول اردو ارشد بریدمل محمد نعیم "غبار" ګډون درلود.
د مراسو په پيل کې د ښوونیز مرکز قوماندان ډګرمن بخت محمد "حاجي زاده" د یادي قول اردو قوماندان ډګرجنرال ولي محمد احمدزي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د فارغینو په اړه ګذارش وړاندې کړ.
د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان ډګرجنرال ولي محمد احمدزي د خبر له پيل څخه د سرتیرو، بریدملانو او افسرانو په ښوونه و روزنه ټینګار وکړ او نوموړي وویل چې ښوونه و روزنه زموږ په لومړیتوب کې ځای لري او د تطبیق لپاره يې کافي امکانات په اختیار کې لري.
ورپسې د یادې قول اردو ارشد بریدمل محمد نعیم غبار د سرتیرو او افسرانو ترمنځ د بریدملانو د شتون په ارزښت خبرې وکړې، چې بریدمل د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د تطبیق کوونکي ځواک حیثیت لري.
د مراسمو په پای کې فارغینو ته بریلیکونه وویشل شول، او په دعايې نني مراسم پای ته ورسیدل.