دافغانستان دملی اردودهوایی پوځ قوماندان لند پیژندنه

محترم برید جنرال عبدالوهاب وردک پیلوټ دعبدالروف زوی د1334 کال دبغلان ولایت جرخشک په کلی زیږیدلی دی په خټه پښتون اوکورنی یی معارف دوست او روښان فکر لرونکی دی . کله چی دښوونځی ته دتلو جوگه شوه دخپل مهربان پلار په مستقــیم همکاری اوکمک سره د1340 کال دابو محمدبغلان په مکتب کی شامل او دلمړنی شوونځی په پای ته رسولوسره هغه علاقه مندی چه اردو سره لرل کورنی دپریکړی په اساس د1346 کال حربی ښوونځی ته شامل او تر دولسم ټولگی پوری زده کړه ته دوام ورکړ اوپه 1352 کال حربی ښوونځی یی په بریالیتوب سره پای ته ورسول اوحربی پوهنتون ( توپچی پوهنځی ) کی شامل اوپه د1352 کال په پای کی  نظر په لیا قت او شایسته گی او ښه صحت چی لرل دپیلوټی په مسلک  پخوانی شوروی اتحاد ته ولیږدول شوه وروسته له نظری لوستو په 1354 دL -29 تعلیمی الو تکوکی پروازونه شروع اوپه بریالیتوب سره پای ته ورساول اوپه 1355 کال دمیگ 21 شکاری الوتکو کی پروازونه پیل اوپه لند وقت کی پای ته او دهمدی کال په ورستیو کی گران هیواد ته راستون شوه بیا  د بگرام د322 هوایی غند دمیگ 21 الوتکو دځوان پیلوټ په توگه دندی ته وگمارل شوه . اوهدارنگه د1357 کال دکندک مرستیال په توگه وظیفی ته معرفی شوه اوپه 1359کال دکندک قوماندان په حیث خدمت ته شروع وکړل د1359 کال نه وروسته دمعلم پیلوت په توگه مقرر شوه . شپه او ورح دمترولوژی په سختو شرایتو کی 7000 ساعته دجیت الوتکو په مختلفو ډولونوکی الونته اجراکړی دی په 1362 کال 322 هوایی غند ددوهم مرستیال په توگه او د1364 کال دغند لمری مرستیل په توگه اود1367 کال دهمدی غند دقوماندان په حیث مقرر او دنده یی اجراکړی دی او د1366کال دوقت د حکومت له خوا دقهرمانی نوم یی گتلی دی د1367کال دبرید جنرالی رتبه ورته ورکرل شویدی د1381کال داضطراری لوی جرگی دغری په توگه او د1382 کال دملی دفاع وزارت دمشورتی بورد غړلی  او د1383 کال دملی دفاع وزارت دستخباراتو دپالیسی مدیر په توگه دنده ورسپارل شویدی د1384 کال دهوایی قواو قوماندان په توگه اود1388 کال دهوایی قول اردو درستیز وال په توگه خدمت کری دی .

محترم برید جنرال عبدالوهاب وردک پیلوت دخپل خدمت په دوران کی دقهرمانی دنوم ، دولتی نشانونه ، مډالونه، نقدی مکافات ،اوستا ینلیکونه د ښه خدمت په خاطر ورته وړکرل شویدی .            

محترم برید جنرال عبدالوهاب پیلوت په پښتو ، دری ژبواوخارجی ژبوپه روسی کی مکمل اوپه انگلیسی ژبوکی50 فیصدغښږیدای شی.

 او د1390 کال دحمل دمیاشتی دافغانستان د اسلامی جمهوریت ،د جمهور ریس او اعلی سر قوماندان د  -----------نمبر فرمان له مخی دافغانستان دهوایی قواو په توگه د تورنجنرالی په بست کی دندی ته وگمارل شوه .