په حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون کې له ۲۵۲۲ تنه داوطلبانو څخه د کانکور آزموينه واخیستل شوه

web_admin

نن ورځ د حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون اړوند د حضرت معاذ بن جبل رض د ملي پوځي اکاډمۍ د څلور کلنو زده کړو لپاره له ٢٥٢٢ تنه داوطلبانو څخه د آزموینو دملي ادارې له لوري د یاد پوهنتون د رهبرۍ په حضور کې په څلورو محلونو کې د کانکور آزموينه په پوره نظم او شفافیت سره واخیستل شوه.

د آزموينې د پیل په مراسمو کې د آزموینو د ملي ادارې رئیس شیخ عبدالباقي "حقاني" د حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون مرستیال شیخ نور محمد "خجندي" او ګڼ شمېر مسؤلینو او استادانو ګډون کړی وو.

له ذکر شویو داوطلبانو څخه به ٢٥٠ تنه داوطلبان د شرایطو په پوره کولو سره د يادې اکاډمۍ څلور کلنو زده کړو ته ومنل شي.