د ملي اسلامي اردو له لوري د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د روژه ماتي صدقه ورکړل شوه

web_admin

د ٢٠١ خالدبن ولید(رض) قول اردو منسوبینو د رمضان مبارک په راتګ سره ننګرهار پوهنتون ته سفر وکړ، تر احوال اخیستلو وروسته يې(۲۰۰) تنه د ليلې محصلینو ته د روژه ماتي صدقه ورکړه.

د یادې قول اردو د مسؤلینو په خبره چې له داسې برنامو څخه يې هدف ورورولي او یووالی دی او تاکید یې وکړ، چې د ملي اسلامي اردو ځواکونه شپه او ورځ کوشش کوي ترڅو زموږ د هیواد ځوانان په ارامه فضا کې خپل درسونه په مخ یوسئ.

همداراز دغو محصلینو د ملي اسلامي اردو د ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ، او زیاته یی کړه چې هیچاته به اجازه ورنه کړي چې د دفاعي، امنیتي ځواکونو او محصلينو ترمنځ تفرقه واچوي.