د ۲۰۹ الفتح قول اردو د انجینري ټیم له لوري ۵۰ کیلومتره مواصلاتي لار له واورو څخه پاکه شوه

web_admin

د زیاتو اورښتونو له امله د سرپل ولایت د دره سلطان ابراهیم، قلعه سوخته، شورقدوق، یارکنده، سه توت، اخپلاق او بیشقدوق له مرکز سره مواصلاتي لار د ۲۰۹ الفتح قول اردو د څلورمې لوا د انجینري ټیم له لوري له واورو څخه پاکه شوه.

د یادې لوا مسؤلینو وویل: چې موږ شپه او ورځ د هیوادوالو په خدمت کې یو ترڅو د دوی شته مشکل په چټکی سره حل کړو.

د یادونې وړ ده چې په ورستیو د سختو واورو اورښتونو له امله هیوادوالو ته زیاتې ستونزې پیداشوې چې د یاد ولایت مسؤلانو د شپه او ورځ هڅو سره د هیوادوالو ستونزې حل شوي دي.