د غزني امنیتي او دفاعي ځواکونو په واورو کې بند هیوداوال وژغورل
د٢٠٣ منصوري قول اردو اړوند امنیتي او دفاعي ځواکونو د غزني په ده یک ولسوالی د رامک په غرونو کې یو شمير بند پاتې کوچیان وژغورل او مالونه يې د نظامي وسایطو په مرسته خپلو سیمو ته انتقال شول.
دا په داسې حال کې ده چې ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هدایت ورکړل شوی دی چې په هر ډول حالاتو کې د هیودالو د ځان او مال ساتنه وکړي.