د ٢٠٩ الفتح قول اردو د منسوبينو له لوري د بلخ ولایت اړوند ولسوالیو ته د څارویو د خوراکي توکو انتقال مرسته وکړه
د ٢٠٩ الفتح قول اردو اړوند د حضرت خالد بن ولید رض دريمی پلي لوا د منسوبينو له لوري ۵ پنځه عراده انټرنیشنل موټر چې د څارویو لپاره خوراکه پکي بار وو، د بلخ ولایت اړوند دوه د زاری ولسوالۍ ته، دوه د البرز ولسوالۍ او یو عراده د چمتال ولسوالۍ ته واستول شول او په اړمنو هیوادوالو وویشل شول.
د سیمې خلکو له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونه څخه مننه وکړه چې په دې سختو شرایطو کې د خپلو هیوادوالو لاس نیوی کوي.
دیادوني وړ ده چي دغه مرستې د بلخ ولایت مقام لخوا اخيستل شويدي او په وړيا ډول هيوادوالو ته ويشل کېږي.