د حضرت عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو له قوماندانۍ څخه ۸۴ تنه ځوان منسوبين فارغ شول
د ملي دفاع وزارت د بیلابیلو قطعاتو او جزوتامونو ۸۴ تنه ځوان منسوبين د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د بېلابیلو مسلکي ښوونځيو ۳ میاشتني مسلکي او عقیدتي زده کړو ته معرفي شوي وو، د د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
مسؤلینو یاد فارغان خپلو مسؤلیتونو ته متوجې کړل او له دوی څخه یې وغوښتل چې د اسلامي او ملي ارزښتونو ساتنې ته اولویت ورکړئ.
دغه مراسم مسؤلینو ته د ډاډ په ورکولو او فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.