د ملي دفاع وزارت په انګړ کې عقيدتي او اصلاحي سيمينار جوړ شو

web_admin

د ملي دفاع وزارت د عقيدتي او فرهنګي چارو امربالمعروف رياست نن د تدریس او پوهاوي په لړ کې د دغه وزارت منسوبینو، کارکوونکو او مسوولینو لپاره عقيدتي او اصلاحي مسایل تشریح کړل.

‏دغه درسونه د قرانکریم په تلاوت سره پیل شول، ورپسې مشرانو د اسراف او عیب موندنې د ډولونو او زیانونو په اړه د الله ج د سپیڅلي کلام او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارکو احادیثو په استناد سره خبرې وکړې او له ګډونوالو یې وغوښتل چې له دغه ناوړه عمل څخه ډډه وکړي.