د حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو  قوماندانۍ څخه ۱۰۴ تنه ځوان منسوبين فارغ شول

web_admin

د ملي دفاع وزارت د بیلابیلو قطعاتو او جزوتامونو ۱۰۴ تنه ځوان منسوبين د تعلیماتو او پرسونل معاونیت اړوند د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د بیلابیلو ښوونځیو له ۳ میاشتنیو مسلکي او عقیدتي زده کړو څخه نن د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول. 

د عبدالله بن مسعود رضۍالله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د زده کړو مرستیال مفتي محمد اسلم "حقاني" فارغانو ته د اعداد د ترسره کولو د دنیوي او اخروي ګټو په هکله هر اړخیزه وینا وکړه او له یادو فارغانو څخه یې وغوښتل چې له ترلاسه کړو زده کړو څخه د اسلامي نظام د دفاع په موخه بشپړه ګټه پورته کړئ.

ورته مهال نویو فارغانو  مسلکي زده کړې د اسلامي نظام د پیاوړتیا په موخه اړینې وبللې او ډاډ يې څرګند کړ چې د خپل سر په بدل کې به له اسلامي نظام څخه دفاع او ساتنه کوي.

غونډه فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.