تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۵۵ طالبان ووژل شول او ۲۳۲ نور ټپيان شول

s.mohmand

دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې  ۴۵۵ طالبان ووژل شول او ۲۳۲ نور ټپيان شول.

همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

د دې په خواکې ۸ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد  په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو  ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

دغه طالبان د هېواد ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، لوګر، کندهار، هرات، فاریاب، جوزجان، بلخ، سمنګان، هلمند، تخار، کندوز، بغلان او کاپیسا ولایتونو کې وژل شوي، ټپیان شوي دي.